نړۍ

د پاکستان په بلوچستان ايالت کې چاودنه

اسلام آباد – دى دان – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢١
د پاکستان د بلوچستان ايالت په مرکز کويټه ښارکې نن د بم د چاودنې له امله د حکومت څه ناڅه دوه تنه سرحدي مليشې ووژلې شوې او له يوه ماشوم سره څلور تنه نور پوځيان ټپيان شول.
باختر آژانس د پاکستاني رسنيو له خولې خبر راکړ چې دغه بم د بريوري واټ په مهم چوک کې د سرحدي ځواکونو يوې پوستې ته څېرمه ځاى پرځاى شوى و.
د پيښې ناحيه د کويټې ښار يوه حساسه سيمه ده چې په تيرو وختونوکې هم د چاودنو ډګر و.
ديوبل خبرله مخې :
دپاکستان د اردو يو متقاعد افسر نن سهار په يوه وسله وال بريدکې ووژل شو.
ددغه بريد مسووليت د پاکستان د طالبانو تحريک په غاړه اخستى دى.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې دپوليسو په يوه افسر نن هم په پېښور ښارکې دموټر سايکل سپورو له خوا بريد وشو او ټپي کړاى شو. دغه پوليس د پوليسو په تروريزم څانګه کې کارکاوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته