امنیت

شپږ وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ د مرغومي ٢٢مه/باختر
شپږ وسله وال طالبان په قندهارکې په هوايي بريدکې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په ميوند ولسوالۍ کې د دوى په پټنځاى کې بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان په خپل پټنحي کې د ماين په جوړولو بوخت وو چې بريد پرې وشو.
په بريد کې د طالبانو پټنځاى له ټولوجنګي وسايلو سره يې له منځه لاړ.
د يو بل خبرله مخې:
پوليسو د قندهار په ګڼ مېشتو لارو کې ١٥ ماينونه کشف او شنډ کړل.
وسله وال طالبان د دغو ماين ښخونو عاملين بلل شوي دي.
ختم- سعيده – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته