امنیت

په روزګان کې دوسله والو طالبانو دډلې ديوه جګپوړي قوماندان وژل کيدل .

-کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
دوسله والو طالبانو دډلې يو جګپوړى قوماندان په روزګان ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شو .
په دې جګړه کې ددغه قوماندان څلور تنه افراد هم ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول
جګړه تيره شپه په مهر اباد ساحه کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې طالبانو دپوليسو په يوې پوستې بريد وکړ .
په ر وزګان ولايت کې يوه پوځي قوماندان قدوس دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې دوسله والو طالبانو دډلې ديوه مشهور قوماندان نظر محمد په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور يرغلګر ټپيان شول 
ده وويل: جګړه په مهر اباد ساحه کې دده په يوې پوستې دطالبانو له بريد وروسته ونښته .
ويل کيږي چې په دې جګړه کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په رارسيدلوخبرونوکې ويل شوي دي چې پوځيانو ددغې نښتې په بهير کې دطالبانو څوجنګي وسايل او پنځه موټرسايکلونه ترلاسه  کړي دي
ديوبل خبر له مخې :درې تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې ديوې نښتې په بهير کې ووژل شول
په دغو طالبانو نن سهار دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان دبريد په وخت کې ددوى له خوا ډزې وشوې .
دروزګان پوليس وايي  چې په دې جګړه کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته