امنیت

درې تنه داعشيان په جوزجان کې ونيول شول

شبرغان باختردوري دمياشتې ٢٥نيټه :
دجوزجان پوليسو تېره شپه درې تنه داعشيان  دشبرغان _ قوش تيپې په          لاره کې ونيول  .
د جوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر عبدالحفيظ خاشي باختراژانس ته وويل دغه کسان هغه وخت دپوليسو له خوا ونيول شول  چې  غوښتل  يې  ديوه سراچه موټر په سپرلۍ  دشبرغان ښار ته ننوځي.
خاشي زياته کړه  چې نيول شوي  کسان د هرات ولايت اوسيدونکي  دي چې   ١٥ ورځې  مخکې د درزآب په ولسوالۍ کې د داعش  له ډلې سره يوځاى شوي و.
خاشي  زياته کړه چې نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې اعتراف   کړى دى چې په همدي موده کې يې پوځي زده کړې کړي دي. پاى ذکرالله  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته