امنیت

شپږ تنه په کندزکې ونيول شول

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٦نيټه :
شپږ تنه په کندز ولايت کې د جنايي جرمونو په تور ونيول شول.
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې لوى مدير سمونوال ويس الدين تلاش باختر آژانس ته وويل: دغه کسان د جنايي جرمونو  په  اړوند له پيژندلو وروسته ونيول شول.
ده زياته کړه چې له نيول شويوکسانو څخه درې تنه يې چې څه موده مخکې د کندز ښار يو اوسيدونکی په بېرحمانه ډول وژلی و، د پوليسو تر تعقيب لاندې و.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته