امنیت

دسمنګانودولايتي شورا دنوي ودانۍ پرانستل .

کابل باختر د کب اتمه :
دسمنګانو دولايتي  شورا نوې ودانۍ نن ددغه ولايت دسيمه ئيزو مقاماتو په شتون پرانستل شوه او داستفادې وړ وګرځيده .
دسمنګانو دولايتي شورا رييس نقيب الله قاضي زاده  ناتار دباختراژانس خبريال ته وويل: دسمنګانو دولايتي  شورا نوې ودانۍ دسمنګانو ولايت په مرکزايبکو ښار کې دڅه دپاسه يو جريب  دولتي ځمکې په ساحه کې له نوي ماستر پلان سره  سم   په دوو پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده چې څه دپاسه پنځلس مليونه افغانۍ پرې لګيدلي دي او ددولت له خوا ورکړى شوي دي .
ښاغلي قاضي  زاده زياته کړه چې دولايتي شورا دادارې نوې ودانۍ دولس خونې ، دکنفرانس يوستر سالون ، شنه ساحه ، دموټروتمځاى او نور ملحقات لري چې په بشپړيدو سره يې دولايتي شورا دغړو ستونزې لرې شوې دي .
ديادونې وړ ده چې دسمنګانو دولايتي شورا دغړو شميرنهو تنو ته رسيږي چې له دې جملې څخه دوه تنه يې ميرمنې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته