امنیت

د قندهار په درېیو ولسواليو کې ٥٥ تنو وسله والو طالبانوته مرګ ژوبله اوښتې ده

قندهار باختر د لړم ۱۵ مه
د قندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني پرون ناوخته د يوه خبري کنفرانس پر مهال وويل چې افغان ځواکونو تېره شپه په معروف، خاکرېز او ارغستان ولسواليوکې د لويو پېښو مخه نيولې ده.
هغه زياته کړه چې وسله والو طالبانو د دغو ولسواليو پر بېلابېلو پوستو همهاله بريدونه کړي وو، خو امنيتي ځواکونو مخکې له مخکې چمتو والی درلود او وسله والو طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.
دراني د معروف، خاکرېز او ارغستان ولسواليو پېښو ته په اشارې سره وويل: امنيتي ځواکونو په دغو ولسواليوکې د تورنجنرال تادين خان تر رهبرۍ لاندې په ډېر لوړ مرال له وسله والو طالبانو سره جګړه وکړه او د هغوی ټول هغه پلانونه یې شنډ کړل، چې د امنيتي ځواکونو د تلفاتو او پوستو د نيولو په اړه یې درلودل.
دراني د خبري کنفرانس پر مهال يادونه وکړه چې په معروف، ارغستان او خاکرېز ولسواليوکې د تېرې شپې د بريدونو پر مهال ٣٠ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٥ تنه نور يې ټپيان شوي دي.
د خبرځای په وینا: په دغو نښتوکې١٦ تنو پولیسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د قندهار د پخواني امنيه قوماندان سترجنرال عبدالرازق تر شهادت وروسته داسې اوازې وې چې ګواکې په امنيتي برخه کې به ځينې ستونزې احساس شي، خو ضيا دراني د ننني خبري کنفرانس پر مهال په بشپړ ډول ډاډ ورکړ او زياته یې کړه چې نوی امنيه قوماندان تورنجنرال تادين خان په خپلو چاروکې ډېر جدي او قاطع دی. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته