کابل باخترغوايي دمياشتې ١ :
په بلخ ولايت کې په خپلو دوو لوړنو چې يوه يې څلورکلنه او بله يې اته کلنه ده؛ د جنسي تيري په تور نن په اعدام محکوم شو.
دبلخ ولايت د ابتدائيه محکمې رييس محمد عثمان دباخترآژانس خبريال ته وويل:
دبلخ ولايت د شولګرې ولسوالۍ اوسيدونکي عزيزالله په خپلو دوو کوچنيو لوړنو دجنسي تيري له امله د محکمې له خوا په اعدام محکوم شو.
يوه اړونده خبرځاى وويل: عزيزالله په خپلو دووکوچنيو لوړنو د د جنسي تيري په باب په خپل جرم اعتراف کړى دى او په ابتدائيه علني محکمه کې د ده د دوسيې له څيړنې وروسته په سختو مجازاتو يعنې اعدام محکوم شو.
خبرځاى زياته کړه: د تورن ميرمن وايي: کله چې ما د ده د دغه عمل مخه نيوله؛ په مرګ يې ګواښلم .
د يادونې وړ ده چې دغه پريکړه وروستۍ نه ده او د تورن د استنياف غوښتنې حق محفوظ دى .
د يوبل خبرله مخې: په بلخ ولايت کې په يوه علني محاکمه کې يو ځوان په سختو مجازاتو يعنې اعدام محکوم شو.
دغه سړى په يوې شپاړلس کلنې نجلۍ چې د ده په ګاونډي کې يې استوګنه لرله؛ جنسي تيرى کړى و.
3 1 دقیقه لوستل