امنیت

اتلس تنه داعشيان په ننګرهار ولايت کې ووژل شول .

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٦
دننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې دملي اردو دځواکونو په عملياتو کې دداعش د ډلې اتلس تنه غړي ووژل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلى دى دننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې دملي اردو دځواکونو په هغو چاڼيزو عملياتو کې چې هوايي ملاتړ ورسره و، دداعش ډلې اتلس تنه غړي ووژل شول او يوولس تنه  نور ټپيان شول . او ديوه وژل شوي داعشي مړى دجګړې په ډګر کې پاتې دى .
دغه عمليات د داعش پرخلاف له وګړني پاڅون سره يوځاى و.
په دغو عملياتو کې په دغې ډلې پورې اړوند يو موټر هم ويجاړ شوى دى او دوسايطو ضد درې ماينونه هم کشف او شنډ کړى شوې دي .
ديوبل خبرله مخې: د ٢٠١ سيلاب قول اردو ځواکونو او دياغيانو له شتون څخه د ډار اچوونکو دځپلو دلغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ دپاکولو په موخه ددغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د آلماس ١٥ په نامه پرون سهار عمليات پيل کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته