امنیت

جنرال امیر جان ناصري د لوګر د ملي امنیت رئیس وټاکل شو

پل علم باختر د لیندۍ ۷ مه
د لوګر ولایت د ملي امنیت ریاست لپاره جنرال امیر جان ناصري د نوي رئیس په توګه دنده پیل کړه او پخواني رئیس یې میر فیض الله سادات مخه ښه وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې:
د نوي رئیس د پېژندګلوۍ په پار جوړې شوې غونډه کې جنرال امیر جان ناصري وویل: تل د امنیتي ارګانونو ترڅنګ شپه او ورځ د لوګر له خلکو سره همکار یم  او تر خپل توان به د دغې ټولنې چوپړ وکړم .
د لوګر والي الحاج محمد انور خان اسحاقزي د پخواني رئیس میر فیض الله سادات کړنې وستایلې او نوي رئیس جنرال امیر جان ناصري ته یې د دندې د مبارکۍ ترڅنګ له لوی خدای (ج) څخه د بریا غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې ناصري تر دې وړاندې د شپږو ولایتونو د ملي امنیت رئیس په توګه دنده ترسره کړې او امنیتي برخه کې پوره تجربه لري.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته