امنیت

په کندز کې دپنځو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر دتلي  درې ويشتمه :
پنځه تنه ډار اچوونکي پرون دکندز ولايت په دوو  ولسواليو کې ووژل شول .
  د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله  جمشيدي باختراژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي دکندز ولايت ګول تيپې  او دشت ارچي په ولسواليو کې دملي اردو دمنسوبانو په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې وژل شوي دي .
جمشيدي زياته کړه چې په دغو  عملياتو کې درې تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شوي دي او ددښمن له خوا  يوځاى پرځاى  کړى شوى ماين کشف او دعملايتو په سا حه کې وچول شو .
ده زياته کړه چې په دغو عملياتو کې  دملي اردو يو منسوب ټپى شوى دى .
  ختم_ ف _ اکرم                                                     

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته