پلخمري باختر دوږي دمياشتې ١٥ نيټه :
د بغلان ولايت د بشر د حقوقو او د مدني ټولنې فعالينو د برما دولت د بشري
او انساني ضد عملونو په وړاندې خپله کرکه څرګنده کړه.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې:
د بغلان ولايت د بشر د حقوقو او د مدني ټولنې فعالانوپه سلګونو تنو غړو پرون په پلخمري ښارکې په يوه غونډه کې د برما هېواد د مسلمانانو په وړاندې د برما دولت د بشري او انساني ضد عملونه وغندل.
د بغلان ولايت د مدني ټولنې يوه غړي شيرمحمد مراد وويل: د دغه هېواد د مسلمانانو د لږکي په وړاندې د برما دولت ډير ناوړه عمل دى چې په
يوويشتمه پيړۍ کې ترسره شوى دى.
ده د نړيوالې ټولنې او د بشر د حقوقو د مدافعانو او په تېره بيا د افغانستان له
اسلامي دولت څخه وغوښتل چې د برما دولت د مسلمان وژنې په وړاندې دې
سخت غبرګون وښيي.
پاى ع ذ
0 1 دقیقه لوستل