امنیت

په هرات کې د ملي اردو له تعليمي مرکز څخه څه د پاسه زر تنه ځوانان فارغ شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٤
يو زرو دوه سوه تنه روزل شويو ځوانانو د ٢٠٧ ظفرقول اردو په تعليمي مرکزکې له مسلکي زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
دغه ځوانان چې د هيواد له بېلابېلو ولايتونوڅخه دي؛ له دوه مياشتې مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول او ژمنه يې وکړه چې په ټول توان سره د هيواد د ځمکنې بشپړتيا او خپلواکي څخه دفاع کوي.
په هغو مراسموکې چې له همدې امله پرځاى شوى و؛ د ظفر قول اردو قوماندان تورنجنرال تاج محمد جاهد د نويو افسرانو او سرتيرو د فراغت له امله مبارکي وويله او زياته يې کړه: دغه سرتيري د ٢٣٥ تعليمي کنډک څخه فارغ شوي دي چې د دولسو اوونيو په بهيرکې يې پوځي زده کړې د ظفر قول اردو په تعليمي مرکزکې د مجربو ښوونکو تر نظر لاندې په برياليتوب سره ترسره کړې دي.
په دغو مراسموکې د ملى شورا په ولسي جرګه او ولايتي شوراکې د هرات د خلکو استازو مسعود کروخي، نجلا دهقانژاد، غلام فاروق مجروح او غلام حبيب هاشمي د سرتيرو د فراغت له امله مبارکي وويله او اعلام يې وکړ چې د افغانستان خلک د خپلو امنيتي ځواکونو بشپړ ملاتړ کوي.
د يادونې وړ ده چې په روان کال کې دا د ملي اردو د ځواکونو دويم روزل شوى کنډک دى چې له مسلکي تعليماتو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کوي.
د هيواد په لويديځ کې د ملي اردو د تعليمي مرکز د فعاليت له پيل څخه ٢٠ زره تنه ځوانان فارغ او د افغانستان د ملي اردو له ليکو سره يوځاى شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته