امنیت

وسله والو طالبانو ته په پکتيکا او هلمند کې مرګ ژوبله واوښته

کابلباختر دسنبلي٢٠
دملي دفاع وزارت يوې خبري سرچينې دپکتيکا او هلمند په ولايتونو کې طالبانو ته د سر د دروند زيان د اوښتو ادعا وکړه .
باخترآژانس دخبر له مخي دملي دفاع وزارت د ويندوي دمطبوعاتي دفتر ديوې خبر پاڼي په خپرولو سره ويلي دي  ، چې وسله والو طالبانو د ملي اردو دځواکونو
د هغوچاڼيزو عملياتو په بهير کې چې دپکتيکا ولايت په خيرکوټ کې ترسره شول دسر دروند زيان زغملى دى اود هغوي دوه موټرسايکلو نه له څو ماينونو اوځينو تجهيزاتو سره  د ملي اردو دځواکونو لاسته ورغلي دي او دغه راز د وسله والو طالبانو له خوا دهلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ کې د ښخ کړاى شويو ماينونو د چاودنې له ا مله مرګ ژوبله او ښتې ده .
سره له ديې چې دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر د دغو دوو پيښو په اړوند جزئيات نه دي وړاندي کړي خو هغه پيښه چى په ناد لي کې را منځته شوه دوسله والو طالبانو د ډلې د مشرانو او قوماندانانو ترمنځ د کورني تاوتريخوالي اودښمني څرګندويه ده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته