کابل، د غبرګولي ۲۸ مه، باختر
(دبلیو.اف.پي) موسسې پرون د غور په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې پر۷۰۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
د دغې موسسې یو مسوول باختر آژانس ته وویل، چې په دغه مرسته کې اوړه، غوړي او نخود شامل دي چې په بې وزلو کورنیو ووېشل شول.
هغه وویل، چې د دغو مرستو لړۍ د غور په نورو سیمو کې دوام مومي.
د یوبل خبر له مخې د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې آریانا موسسې پر ۴۰۰ اړمنو کورنیو نغدې پیسې وېشلې دي.
ع