امنیت

دوه تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان شول

کابل باختردثوردمياشتې ٩ :
په  جوزجان ولايت کې نن دماين د چاودنې له امله دوه تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان  او څلور تنه نور يې ټپيان شول.
د جوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى   عبدالمنان رووفي دباخترآژانس خبريال ته وويل  دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دسيمه ييزو پوليسو يو موټر د درز آب ولسوالۍ په پيتاو  ساحه کې  په سړک کې په ښخ کړاى شوي ماين وخوت او دهغه د چاودنې له امله  دوه تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان او څلور تنه نور پوليسان ټپيان شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل  دپيښې ټپيان دشبرغان ښار ملکي روغتون ته ليږدول شوي دي او ډاکترانو ددوو تنو ټپيانو روغتيايي   حالت خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته