-کابل /دوږي ١١مه /باختر :
څلور کسان په ننګرهار کې د شوکمارۍ په تور ونيول شول .
دغه کسان په څوجلا جلا پېښو کې هغه وخت ونيول شول چې غوښتل يې د جلال اباد د څلورو اوسيدونکو پيسې اوموبايلونه لوټ کړي .
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې امنيتي ځواکونو دغه څلور کسان د شوکمارۍ په وخت کې ونيول.
نيول شويو کسانو د خلکود پيسواوموبايلونو د لوټولوپه لسګونومواردواعتراف کړى دى .
هغوى دغه راز ويلي دي چې د خلکوموبايلونه يې په لاره کې لوټول اوتښتېدل
د ننګرهار خلک په دې وروستيووختوکې د شوکمارۍ او د وسله والوغلاو د زياتوالي په خاطر شکايت کوي.
هغوى په امنيتي ځواکونو د خلکو د امنيت په تامينولو کې د بې پروايي تور لګوي
ختم_ ج _اکرم
1 1 دقیقه لوستل