سیاست

د ولسي جرګې لومړي نایب عبدالظاهر قدیر د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ د یو شمیر دیني علماوو او د بابکرخیلو د قوم د قومي مشرانو سیمه ییزې ستونزې واوریدې

کابل- ۱۳۹۱ د تلې ۱۰مه
د ولسي جرګې لومړي نایب عبدالظاهر قدیر د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ د یو شمیر دیني علماوو او د بابکرخیلو د قوم د قومي مشرانو  سیمه ییزې ستونزې واوریدې.
دولسي جرګې مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ
ملاقات کوونکو د خروټو قوم د کوچیانو له لوري د دوی د ځمکو د غصب له امله شکایت وکړ او ویې ویل، چې یوزرو دوه سوه جریبه ځمکه یې د دغه قوم د زورواکو له لوري غصب شوې او په دوی پورې اړوند زیاتره ساحه تر ګواښ لاندې ده.
دوی زیاته کړه، که چیرې د ګواښونو مخه ونه نیول شي، د دوی ټولې شخصي ځمکې به غصب او په ناقانونه ډول به وپلورل شي.
ملاقات کوونکو خپل شرعي اسناد هم د ولسي جرګې لومړي نایب ته وړاندې کړل، له لومړي نایب څخه یې وغوښتل، چې د لانجې تر پای ته رسیدو پورې دې په دواړو لورو کار بند شي.
د ولسي جرګې لومړي نایب اړوندو کمیسیونونو ته دنده وسپارله، چې موضوع دې وڅیړي، خپل مفصل راپور دې اداري هيئت ته وړاندې، څو په دې برخه کې قانوني اجراات ترسره شي.
لومړي نایب دغه راز له مسولو اجرائیوي ارګانونو څخه وغوښتل، چې د قضیې تر حل پورې دې هیڅ لوري په دې سیمه د ودانیزو چارو اجازه نه ورکوي.
د یو بل خبر له مخې :

د ولسي جرګې لومړي نایب د بګرامیو ولسوالۍ د بتخاک کلي له یو شمیر مخورو سره په کتنه کې د هغوی سیمه ییزې ستونزې واوریدې.
په دې کتنه کې د بتخاک د کلي قومي مشرانو د اونکس شرکت او عزیزي بانک له لوري د ځمکو د غصب له امله شکایت وکړ، د ولسي جرګې له لومړي نایب څخه یې وغوښتل، چې د دوی د ستونزې د اواري په برخه کې دې ورسره همکاري وکړ.
دوی زیاته کړه، له څه مودې راهیسې د اونکس شرکت او عزیزي بانک کسان هڅه کوي، چې د دوی هغه ځمکې ترلاسه کړي، چې دوی یې شرعي اسناد په لاس کې لري. دغه شرکت او بانک غواړي هلته ودانۍ جوړې کړي.
د ولسي جرګې لومړي نایب د قومي مشرانو د ستونزو تر اوریدو وروسته، د دوی عرضپاڼې اړوندو کمیسیونونو ته راجع، له کمیسیونونو څخه یې وغوښتل، چې په دې برخه کې دې له قانون سره سم اجراات ترسره کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته