ټولنه

دجمهوري رياست دسرپرست مارشال محمدقسيم فهيم

کابلباختر دثور١١
دجمهوري رياست دسرپرست مارشال محمدقسيم فهيم له لارښوونې سره سم نن له غرمې وروسته دحج او اوقافو دوزير ډاکتر محمديوسف نيازي اود جمهوري رياست دلومړي معاونيت دمقام ددفتر رئيس محمد يو سف اعتبار له خوا د عيدګاه دستر اوتاريخي جومات د مرکزي رواق او شبستان د روښانه ولو لپاره يوستر قنديل ودرول شو اوفعال شو.
دحج او اوقافو وزير د جمهوري رياست له سرپرست څخه دمننې په ترڅ کې ياد ونه وکړه چې دعيد ګاه جومات په افغانستان کې يو ډيرستر جومات دى، په تاريخي سابقې سره د هيواد دخپلواکۍ او ازادۍ غږ د همدې جومات له محرا ب څخه پيل شو .
دحج او اوقافو وزير دغه راز مقدسه اماکنو ته پاملرنه ديني او فرهنګي وجيبې وبللې او هيله يې و کړه چې نور مرکزو نه په دغه شان مواردو کې لا زمه همکاري او هلې ځلې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته