کابل / د سلواغې ۱۲مه / باختر
د بدخشان امنیتي ځواکونو نن دوه کسان د نشه یي توکو د پلورلو په تور ونیول.
د بدخشان امنیتي ځواکونو یو مسول باختر آژانس ته وویل چې امنیتي مسولینو دغه کسان په یو لړ عملیاتو کې د فیض آباد له زاړه ښار څخه ونیول.
هغه وویل په دې اړه څېړنې روانې دي.
ج/ا
5 د یوې دقیقې څخه لږ