سیاست

په دوحه کې د سولې خبرې بيا پيلېږي

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوريت د مرکچې پلاوي يو غړي ويلي دي چې ټاکل شوې ده په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوريت او طالبانو د پلاوو ترمنځ د سولې خبرې سبا له سره شي.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د افغانستان اسلامي جمهوريت د پلاوي غړي نادر نادري ويلي دي: د دولت د مرکچي پلاوي غړي دوحې ته د رسېدو په حال کې دي او د پلاوي يوشمېر غړي به په څو ورځو کې دوحې ته ورسېږي.
سره له دې چې د افغانستان د دولت د پلاوي دغه غړي ويلي دي چې خبرې سبا له سره پيلېږي، خو زياته کړې ده: بايد د دې تمه ونه لرو چې له طالبانو سره خبرې په مياشتو او آن يو کال کې پایلې ته ورسېږي.
له دې وړاندې طالبانو په دوحه کې د خبرو د پيل او دوام لپاره تيارى څرګند کړی و.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته