امنیت

پنحه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول .

-کابل / دچنګاښ٢٣مه/ باختر:
٥ وسله وال طالبان په قندهار کې په هوايي بريدکې ووژل شول، او څلور تنه نور ټپيان شول.
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه  په ارغستان ولسوالۍ کې پر يوې امنيتي پوستې د يرغل په وخت کې  د هېواد د هوايي ځواکونو له خوا بريدوشو.
د هېواد په جنوب کې  د اتل قول اردو  د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي،  چې په دې هوايي بريدکې پنځه تنه يرغلګر ووژل شول او څلور نور ټپيان شول.
دغه قول اردو وايي چې په دغو وسله والو طالبانو پر يوې امنيتي پوستې  د دوى  له يرغل وروسته  بريدوشو.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي.
  په يوبل خبرکې ويل شوى دى، چې پوليسو د قندهار له ګڼ مېشتولارو څخه  د لسو ماينونو په کشفولو سره د يولړچاودنو مخه ونيوله .
وسله وال طالبان د دغو ماينونو د ښخولومسوول بلل شوي دي. خو دغې ډلې  تراوسه پورې  د دغو ماينونو د ښخولو مسووليت په غاړه نه دى اخستى.
وسله وال طالبان په افغانستان کې  په ګڼ مېشتو لارواوسيمو کې  د ماينونواوبمونو  په ښخولو لاس پورې کوي  چې زياتره ملکي وګړي قرباني کېږي.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته