کابل باختر دلړم دمياشتې ٤ :
په نړيوالو بازارونو کې د يوانس سرو زرو په بيه کې دچهارشنبې د ورځې په پرتله شل ډالره کمښت ليدل کيږي .
دتيرې چهارشنپې په ورځ په نړيوالو بازارونو کې يو انس سره زر په ١٢٥٩ ډالره وړاندې کيدل خو نن په ١٢٣٩ ډالره وړاندې کيږي .
دپښتنې بانک دسرو زرو دمارکيت يو پلورونکي قاهر خان د دغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل : اوس يو ګرام مصري سره زره په ٢٥٠٠ افغانيو ، کويټې ٢٤٥٠ افغانيو ، سنګاپوري ٢٤٠٠ افغانيو ،بحريني په ٢١٠٠
افغانيو ، عربي ٢٠٥٠ افغانيو ، ايراني په ١٧٠٠ او يوګرام روسي سره زر په ١٥٠٠ افغانيو د کابل په بازارونو کې پلورل کيدل .
0 د یوې دقیقې څخه لږ