امنیت

شپږ تنه تروريستان په بغلان کې ونيول شول

 کابل باختر د سلواغې د مياشتې  ١٥  :
د بغلان ولايت سيمه ييزو مقاماتو ديوه پاکستاني په ګډون  په دغه  ولايت کې دشپږو تنو تروريستانو د نيولو خبر ورکړ.
د بغلان له  ولايت څخه دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :   د بغلان والي عبدالستاربارز نن په يوه  خبري غونډه وويل: تيره شپه  د يوه پاکستاني په ګډون دشپږو تنو تروريستانو دنيولو خبر ورکړ او ويې ويل  چې يو نيول شوى  دپاکستان تبعه دى  چې په  جعلي افغاني تذکرې سره افغانستان ته راغلى دى چې دبغلان ولايت دملي امنيت دمنسوبينو له خوا په پلخمري ښارپورې  اړوند د ډنډغوري په ساحه کې نيول شوي دي.
دبغلان والي  په دغه ولايت کې دتروريستانو په وړاندې دافغان ځواکونو جګړه  يوه مقدسه جګړه وبلله او ويې ويل ؛ چې دپلخمري ښار دډنډ غوري په ساحه کې دافغان ځواکونو او تروريستانو ترمنځ سخته جګړه  دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته