امنیت

د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوړ پوړو منسوبینو پر تعییناتو د څارنې عالي بورډ د رئیس او غړو د پيژندنې لومړنۍ غونډه جوړه شوه

کابل باختر د کب ديرشمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوړ پوړو منسوبینو پر تعییناتو د څارنې عالي بورډ د رئیس او غړو د پيژندنې لومړنۍ غونډه پرون په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د دغه بورډ د راتلونکو برنامو او موخو د تشریح او توضیح په خاطر جوړه شوې وه، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د امنیتي او دفاعي سکتور وزیرانو، د امنیتي سکتور د اصلاحاتو په چارو کې د دولت وزیر او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوړ پوړو منسوبینو پر تعییناتو د څارنې عالي بورډ رئیس امرالله صالح او د یاد بورډ غړو حضور درلود.
د هېواد جمهوررئیس د بورډ له غړو څخه د مننې تر څنګ دا د امنیتي او دفاعي سکتور د اصلاحاتو په تاریخ کې مهمه او حساسه ورځ وبلله او د یاد بورډ رئیس او غړو ته یې په ورسپارل شویو دندو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
جمهوررئیس غني د امنیتي او دفاعي نخبه ګانو راټولېدنه له یو فکري خونې سره پرتله کړه او څرګنده یې کړه چې د فکر دغه خونه د امنیتي سکتور د اصلاحاتو په چارو کې د لازمو اصلاحاتو راوستو او د دفاعي ځواکونو د لوړ پوړو افسرانو د ارتقا  مسوولیت په غاړه لري، چې د امنیتي سکتور په چارو کې د رغنده او همدفمندو برنامو د تحقق او تطبیق په برخه کې د ملي وحدت حکومت له بشپړ سیاسي ملاتړ څخه برخمن دی.
جمهوررئیس د لوړ پوړو امنیتي او دفاعي افسرانو د تعییناتو بورډ د رئیس او غړو رغاوونکي نظرونه په امنیتي ډګر کې د کلونو کار، تجربې او پوهې محصول وبلل او د دفاعي او امنیتي ځواکونو د څلورکلن انکشافي پلان په پلې کېدو کې یې مهم او ارزښتمن وګڼل.
دغه بورډ د یو ښایسته سالار نظام د بنسټي کولو، د دفاعي او امنیتي ځواکونو د لوړ پوړو افسرانو د ترفیع او انفصال څخه د هر اړخیزې او کره ارزونې او څارنې، د دفاعي او امنیتي سیستم د څیړلو، په امنیتي سکتور کې د اصلاحاتو بهیر د چټکولو او د دفاعي او امنیتي ارګانونو د مشرتابه کدرونو د ارتقا په منظور رامنځته شوی دی. د دفاعي او امنیتي ځواکونو د لوړ پوړو افسرانو د تعییناتو بورډ رامنځته کېدل د دفاعي او امنیتي ځواکونو د لوړ پوړو کدرونو د تعییناتو په نظام او سیاست کې تر ټولو لویه تشه ډکوي. د تعییناتو بورډ د ایجاد په برنامه کې د ګمارنې د نوي نظام رامنځته کول او د هېواد د دفاعي او امنیتي بنسټونو د لوړ پوړو افسرانو او کدرونو روزنه شامله ده.
د دفاعي او امنیتي ارګانونو د لوړ پوړو افسرانو د تعیین او څارنې عالي بورډ د ایجاد موخه د یو داسې کدري سیاست چوکاټ او بنسټ اېښودل دي چې له مخې یې د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو د لوړ پوړو افسرانو د ټاکلو یو خاص نظام ایجادېږي چې امنیتي سکتور له سلیقه‌يي ګمارنو، سیاسي او حزبي مداخلو لري ساتي او د ښایسته سالارۍ اصل ته په پام به په پوځي پوهې، تجربې، مهارت، تخنیکي پوهې او د ملي مشارکت په اصل ولاړ وي.
د تعییناتو بورډ او د مشرتابه لومړني مسوولیتونه یې د امنیتي سکتور د اصلاحاتو په برخه کې د جمهوري ریاست عالي مقام ته د رغنده مشورو وړاندې کول، د دفاعي او امنیتي منسوبینو د مسلکي ودې برنامو له پلي کېدو څخه څارنه او په اړه یې د جمهوري ریاست عالي مقام ته د مسلکي مشورو ورکول، د دفاعي او امنیتي ارګانونو د عالي رتبه منسوبینو د تعییناتو چارو ارزول او د امنیتي سکتور د اصلاحاتو، دفاعي، امنیتي او سیاسي برخو کې د طرحو او رغنده نظریاتو وړاندې کول دي.
په دې غونډه کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه مکلف شول چې د ورسپارل شویو دندو په برخه کې د امنیتي سکتور د اصلاحاتو په چارو کې د دولت وزیر او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوړ پوړو منسوبینو پر تعییناتو د څارنې عالي بورډ له رئیس سره هر اړخیزه همکاري وکړي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته