خبرونهاقتصاد

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت کې د پلازمینې پراختیا زون کارکوونکو د ګومارنې لړۍ بشپړه شوه

کابل، د غبرګولي٢٣مه، باختر

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي په مشرۍ د پلازمېنې د پراختیا زون مخکینۍ ادارې د ادغام کمېټې په دوامداره ناستو سره نن خپلې چارې پای ته ورسولې او د ادغام لړۍ یې بشپړه کړه.

فاروقي د دې لړۍ په وروستۍ ناسته کې د کمېټې د غړو له هڅو او ریښتینولۍ مننه وکړه چې له اصولو سره سم یې د پلازمېنې د پراختیا زون تشکیل له ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره یو ځای او دا بهیر یې بشپړه کړ.

نوموړي همدارنګه وویل چې، له ادغام وروسته ګومارنې د بشري سرچینو ریاست د اصولو او د وړتیا په پام کې نیولو سره سرته رسېدلي او کارکوونکي نه دي زیانمن شوي.

هېره دې نه وي چې د پلازمېنې د پراختیا زون اداره له هغه وروسته د ښارجوړولو او ځمکو له وزارت سره یو ځای شوه چې، د اسلامي امارت مشرتابه د موازي ادارو د له منځه وړلو د مخنیوي په موخه حکم صادر کړ.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته