سیاست

جمهور رئیس غني د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

کابل_باختر د وږي د مياشتې٢٩مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون ماسپښین د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر وویل، موږ تل د افغانستان له خلکو سره یوو او د تروریزم پر ضد مبارزه کې د هغوی ملاتړ کوو. هغه زیاته کړه، د افغانستان د خلکو او زموږ د ډيپلوماتانو قربانۍ به نه ضایع کېږي او د دوی له برکته به افغانستان ثبات ته رسېږي.
نوموړي د سیمې او افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالتونو نوې ستراتیژۍ ته په اشارې وویل، دغه ستراتیژي د سیمې د ثبات لپاره ګټوره ده.
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر په سیمه کې د تروریزم تر منځ د ښه او بد تفکیک په اړه اندېښنه وښوده او په ټینګار سره یې وویل، د سیمې او نړۍ لپاره د تروریزم ګواښ باید درک او جدي مبارزه ورسره وشي.
شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان د هېواد جمهور رئیس ته بلنه ورکړه چې په متحده عربي اماراتو کې د نومبر په میاشت کې د موزیم د پرانیستې په مراسمو کې په خپله ګډون وکړي او یا هم افغان پلاوی ور واستوي.
جمهور رئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د متحده عربي اماراتو د همکاریو مننه وکړه، افغانستان او متحده عربي امارات یې دوه دوست او وروڼه هېوادونه وبلل.
هغه زیاته کړه، متحده عربي امارات له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان له قوي شریکانو څخه دی.
جمهور رئیس غني د افغانستان او متحده عربي اماراتو دوستانه مناسباتو ته په اشارې وویل، تاسو تل له افغانستان سره خپله همکاري کړې. هغه زیاته کړه، د امریکا متحده ایالتونو نوې ستراتیژي یو فرصت دی او باید ګټه ورڅخه واخیستل شي.
د هېواد جمهور رئیس همدارنګه د هغه د بلنې مننه وکړه او وې ویل: افراطیت او تروریزم د سیمې او نړۍ هېوادونو لپاره جدي خطر دی او د له منځه وړلو لپاره یې د واحدې ستراتیژۍ له مخې ګډې او جدي مبارزې ته اړتیا ده.
پاى-ف

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته