کابل / دزمري ١٤مه /باختر:
د افغانستان حکومت د قندهار په ځينوسيمو د پاکستاني پوځيانو د راکټي برېدونو د څرنګوالي په باب څېړنې ترسره کړې .
ټاکل شوې ده د دغو څېړنونتيجې موظف هيئت د افغانستان د ملي امنيت شورا اود هېوادجمهور رييس محمد اشرف غني ته وړاندې کړي .
د قندهار د سپين بولدک په ځينوسيمو د پاکستاني پوځيانو په راکټي بريد کې ١٦ملکييان شهيدان او سل تنه نور ټپيان شول.په قربانيانو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.
د ملي امنيت د شورا مرستيال او د افغانستان حکومت د څېړونکې هيئت رييس صديق الله فهيم وايي چې په قندهار د پاکستان د راکټي برېدونو پېښې ددوى څېړنې بشپړې شوي دي اونتيجې يې ډير ژر د ملي امنيت شورا او د هېواد جمهور رييس محمد اشرف غني ته وړاندې کوي.
هغه په قندهار کې له قومي اوسيمه ييزو مشرانو سره د دغه راکټي بريد څخه د خپلوموندنو د جزيياتوپه باب څه ونه ويل خو څرګنده يې کړه چې د افغانستان د دولت غبرګون به د پېښې پربنسټ تنظيم شي .
د قندهار د سپين بولدک په حينوسيمو د پاکستاني پوځيانو له راکټي بريد وروسته د وسله وال پوځ د لوى درستيز په لارښوونه د ډيورنډ کرښې په اوږو کې پوځيان تيارسى شول د افغانستان د وسله والو ځواکونولوى درستيز محمد ياسين ضيا وويل چې د ده ترامر لاندې ځواکونه به له دې وروسته د پاکستان د پوځيانو هر بريد ته ځواب ورکړي .
په قندهار د پاکستاني پوځيانو راکټي بريد د افغانستان د خلکواودولت تند غبرګونونه راوپارول .
ختم_ ج –اکرم
0 1 دقیقه لوستل