کابل/ د ثور٨ مه/ باختر
د اوبو رسولو د دغې شبکې په جوړېدو سره به په پکتیکا کې د لومړي ځل لپاره یو زرو سل کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.
دغه شبکه د ښرنې ښار په یوې برخه کې جوړېږي چې اوسیدونکي یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ په دغه پروژه کې د ٢٥ ژورو څاه ګانو په کېندلو او د لمريزې برېښنا، لاسي پمپونو او د نلونو له لارې به څو کلي د حښاک له اوبو برخمن شي.
د پکتيکا د کليو د بيا رغاونې او پراختيا رياست يوې سرچينې باختر اژانس ته وويل چې د دغې شبکې په جوړيدو سره به د ښرنې ښار په يوې برخه کې يو زرو سل کورنۍ د لومړي ځل لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى پيدا کړي.
د دې شبکې په جوړيدو شپږ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
ويل کيږي چې د اوبو رسولو دغه شبکه به تر شپږو مياشتو پورې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د پکتيکا د مرکز ښرنې ښار ته څېرمه کلي اوسيدونکي د دغې شبکې له جوړېدو خوښ دي.
دوی وايي چې له کلونو راهیسې د ناپاکو اوبو کارولو له امله په ډول ډول ناروغیو اخته شوي دي.
\ ذ