ښوونه او روزنه

اته زره دوه سوه تنو ځوانانو ته د زده کړې زمينه برابره شوه .

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١
دهمکارۍ دهغو قرار دادونو په لاسليک کولو سره  چې نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعين تيمورشاه اسحق زي او د خصوصي لوړو او دنيمه لوړو زده  کړو ديوولسو موسسو د رييسانو له خوا لاسليک شول اته زره دوه سوه تنو ځوانانو ته  د زده کړې زمينه  برابره شوه .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : 
په هغو مراسمو کې چې له همدې امله پرځاى  شول دا طلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين دخصوصي  لوړو او دنيمه لوړو زده کړو موسسو دهمکارۍ له امله دقدرداني په ترڅ چې اوس او پخوا  يي ځوانانوته د زده کړې د زمينو په برابرولو کې فعاله ونډه اخيستې ده وويل،  چې  دغه تړونونه دحقوقو او دسياسي علومو ، کمپيوڼر ساينس ، شرعياتو ، عربي ژبې او درياضياتوپه ځانګو کې د ازهر دلوړو زده کړو له موسسې ، دقابلګي ، نرسنګ ، فارمسۍ ،طبي تکنالوژي فزيوتراپي دغاښونو دپروتيز ، راديو لوژۍ ، دسترګو دتکنيشن په څانګو کې د روغتيا ، ابوعلي سينا بلخي ، رحمان زى ، امام غزالى او المدينه دروغتيايي علومو له انسټيټونو داقتصاد په څانګه کې دهيواد د لوړو زده کړو له موسسې ، داقتصاد او کمپيوټر ساينس په څانګو کې دشاهين د معلوماتي انسټيټوت   دعربي ژبې په څانګه کې دقدس له روزنيز مرکز او دکائيناتو او دکابل زيبا له دارلمعليمونو سره لاسليک شول چې ټول  اته زره دوه سوه تنه  ځوانان مني .
اسحق زي زياته  کړه ،  چې ددغه شمير له جملې څخه ٦٩٠  تنه بيوزلې او مستحق ځوانان په وړيا ډول او نور يې په سلو کې  له پنځه ويشتو څخه  تراويا پورې دفيس په تخفيف سره په دغو موسسو کې منل کيږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو دچارو معين د دې ترڅنګ چې دخصوصي لوړو او دنيمه لوړو زده کړو نورې موسسې وهڅوي  چې ځوانانو ته د زده کړې زمينې برابرې کړى . ځوانانو ته د زده کړې د زمينو په برابرولو کې يې ددغه
معينيت دهلوځلو يادونه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته