امنیت

په فارياب کې دترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شو ل .

کابل باختر د زمري لسمه :
په فارياب ولايت کې دترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
دفارياب ولايت دترافيکو مدير عبدالحکيم  بختيار دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه دخواجه سبز پوش ولسوالۍ دخواجه قشري  په دوه لارې کې دريګريشن په ساحه کې له يوې ريکشا سره د پوليسو دزغروالې واسطې دټکر له امله رامنځته شوه چې له امله يې يوه ښځه اويونارينه  ووژل شول اوڅلور تنه نور ټپيان شول .
دخواجه سبز پوش  ولسوالۍ سرپرست  حيات الله فقيريار وايي دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دشيرين تګاب ولسوالۍ دعامه نظم دپوليسو زغره واله واسطه له دغې ولسوالۍ څخه دميمنې ښار ته روان و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته