امنیت

په ارزګان کې يو ځانمرګى بريد کوونکى له بريد څخه مخکې ووژل شو .

کابل باختر دتلي څليرويشتمه :
يو ځانمرګى يرغلګر مخکې له دې چې په ارزګان ولايت کې د پوليسو په  يوه قرارګاه بريد وکړي  دامنيتي ځواکونو له خوا ووژل شو .
  دغه پيښه  پرون ماښام هغه وخت  رامنځته شوه  چې يو ځانمرګي يرغلګر د ترينکوټ  ښار په مهر آباد سيمه کي غوښتل دپوليسو  په يوې قرارګاه  بريد
وکړي . 
دارزګان  دپوليسو ويندوى فريد عايل  دباختراژانس خبريال ته وويل : چې دغه ځانمرګي يرغلګر  دپوليسو قرارګاه  دروازي ته څيرمه دامنيتي ځواکونو له خوا وپيژندل شواو په  ډزو سره  و وژل  شو .
د عايل دڅرګندونو له مخې : طالبانو غوښتل  په دغې پوځي قرارګاه بريد وکړي . په همدې حال کې عيني شاهدان وايي دغه ځانمرګي يرغلګر له هغه وروسته په ډزو سره  ووژل شو  چې دامنيتي مامورينو د دريدو لارښوونې ته يې پاملرنه ونه کړه ، او هلې ځلې يې  وکړي  چې ځان  دپوليسو قرارګاه  ته  ورسوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته