کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢
په تخار ولايت کې له څه ناڅه پنځوسو تنو بندي ښځو سره د روغتيايي او ژمينو وسايلو مرسته وشوه .
د هدف د فرهنګي مرکز مرستيال عبدالفتاح مشتاق باختر آژانس ته وويل: په دغو مرستوکې پنځه قلمه روغتيايي او ژمني لوازم شته چې د (هدف) د فرهنګي مرکز له خوا برابرې شوې دي او په څه ناڅه پنځوسو بندي ښځو وويشلې شوې .
د يادونې وړ ده چې د هدف فرهنګي مرکز له څو کلونو راپه دې خوا د ژمي په موسم کې د تخار ولايت له ښځينه بنديانو سره د روغتيايي او ژمنيو وسايلو مرسته کوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ