امنیت

شپږ وسله وال طالبان په لغمان کې ووژل شول

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر
شپږ وسله وال طالبان په لغمان کې د پوځيانو په دوو بريدونوکې ووژل شول او اته نوريې ټپيان شول . 
دغه وسله وال طالبان په يو واټ کې د ماين ښخولو په وخت کې او د پوځيانو په کمين کې ووژل شول.
دهېواد په  ختيځ کې د سېلاب قول اردو درسنيو دفتر ويلي دي چې د پوځيانو په بريدونوکې ٦ وسله وال طالبان وژل شوي او ٨ نوريې ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان تېره شپه هغه وخت واوښت چې د دغې ډلې افرادو غوښتل د اليشنګ ولسوالۍ په يوه واټ کې ماينونه ځاى پرځاى کړي.
يوه بله پېښه نن سهار هغه وخت رامنځته شوه چې پوځيانو د وسله والو طالبانو د سپرلۍ کاروان ته کمين نيولى و. 
په پېښو کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
پاى ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته