امنیت

طالبانو په زابل کې اته تنه تښتول شوي پوليسان ووژل

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٣١
د طالبانو له خوا د اتو تنو تښتول شويو پوليسانو مړي پرون په زابل ولايت کې ترلاسه شول .
دغو سرتيرو دوه اوونۍ مخکې د طالبانو له خوا د يوې نښتې په بهيرکې تښتول شوي وو.
د زابل د والي مرستيال جيلاني فراهي دباختر آژانس خبريال ته وويل: اته تنه پوليسان دوه اوونۍ مخکې کله يې چې غوښتل له نوبهار ولسوالۍ څخه د زابل ولايت مرکزته لاړشي؛ د طالبانو له خوا پر هغوى بريد وشو او وتښتول شول.
خبرځاى زياته کړه: دپوليسو مړي د امنيتي ځواکونو له خوا د زابل ولايت د نوبهار ولسوالۍ په سيمه کې ترلاسه شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته