امنیت

په فارياب ولايت کې په نويو نښتو کې وسله والو طالبانو ته د سردروند زيان.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣
شپاړلس تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې له پوځيانو سره په نويو نښتو کې ووژل شول.
دغه جګړې تيره شپه تر نن سهار پورې دقصار او آلمار په ولسواليو کې ونښتې.
په فارياب ولايت کې دسيمه ييزو پوليسو يو قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتو کې د طالبانو د دريو قوماندانانو په ګډون شپاړلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شول.
ويل کيږي چې په دغو نښتو کې ملکي وګړو او سرتيروته زيان نه دى آوښتى.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په فارياب ولايت کې ديو لړ چاودنو مخه نيولې ده .
د رارسيدلو خبرونو له مخې : دپوليسو او اردو ځواکونو څه ناڅه څلور ماينونه چې د طالبانو له خوا دفارياب ولايت په ګڼ ميشتو سيمو کې ښخ کړى شوي و کشف او شنډ کړل.
پوځي مقامات وايي چې طالبانو غوښتل ددغو ماينونو په ښخولو سره يو لړ چاودنه ترسره کړي خو بريالي نه شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته