سیاست

ډاکټر عبدالله عبدالله: مسلمانان باید د بنسټپالنې پر وړاندې په يوه واحده ليکه کې ودرېږي

کابل باختر د سلواغې  اووه ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د همفکرۍ په نړیواله ناسته کې ګډون او وینا وکړه.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
د هېواد اجرائيه رئیس دې ناستې په خپله وینا کې وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو، داعش، القاعده او نورو وسله والو ډلو، چې ځينې یې سیمه ییزې موخې لري، په تفکیري ډول سره په ناحقه خلک وژني په جنایتونولاس پوري کوي .
هغه اسلام د اعتدال او وسطیت دین وباله او ویې ویل، چې ترهګرو ډلو د افراطیت په غوره کولو سره د اسلام نوم بدنام کړی او د باطل په صف کې د حق پر وړاندې جنګېږي.
ډاکټر عبدالله عبدالله په ټولنه کې د اعتدال فرهنګ په رامنځته کولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې مسلمانان باید د وسطیت او اعتدال په خپلولو سره د ترهګرۍ او افراطیت پر وړاندې یوه پياوړې ليکه رامنځته کړي.
اجرائيه رئیس له افغانستانه د یرغلګرو سرو پوځيانو وتلو ته اشارې وویل، چې یومهال په یوه بل افراط سره سرو ځواکونو غوښتل چې افغانستان او د سیمې ډېر نور هېوادونه لاندې کړي خو افغان مجاهدینو په خپلې مېړانې سره نه یوازې دا چې روسان یې له خپلې خاورې وایستل بلکې د تاریخ یوه بله پاڼه یې هم واړوله او سړه جګړه یې پای ته ورسوله.
هغه وویل، یوشمېر کسان دمګړۍ د ټولو ناخوالو او ستونزو پړه پر مجاهدینو اچوي او نیوکې کوي؛ دا سمه ده چې مجاهدینو تېروتنې وکړې، ستونزې یې وې؛ خو هېڅکله په مجاهدینو کې د غچ اخستنې، افراط او دښمنى روحیه نه وه. کله چې پر کابل حاکم شول، د پخواني رژیم پاتې شویو کسانو سره یې هېڅ ډول انتقام ونه پاله.
اجرائيه رئيس زیاته کړه، یو مهال به خلک د یوه شعر په ویلو سره زندان ته اچول کېدل؛ خو نن د افغان مجاهدینو د جهاد او مقاومت له برکته د بیان ازادي د افغانانو عمده لاسته راوړنه ده او د بیان ازادي د هر انسان حق دی.
ډاکټر عبدالله عبدالله ورځینو مسایلو ته په اشارې وویل، چې په موږ ټولو کې باید د نقد او نیوکې زغم موجود وي او دا جرئت باید ولرو چې ستونزې ومنو او د افراط مخه ونیسو.
په دې ناسته کې د اجرائيه ریاست دویم مرستیال استاد محمد محقق هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې د نړۍ ستر اسلامي او علمي مرکزونه باید د ترهګرۍ خلاف په یوه ليکه کې ودرېږي او په ګډه د بنسټپالنې پر وړاندې مبارزه وکړي.
هغه نیوکه وکړه، هغه کسان چې له ترهګرۍ سره مبارزه کوي؛ په خپل جیب کې یې هم د افراطیت کارتونه لري.
له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د همفکرۍ نړیواله ناسته، د سولې، رسنیو او ښې حکومتولۍ د انستیتوت له لوري په کابل کې جوړه شوې وه، چې د هند او مصر یوشمېر عالمانو هم په کې برخه اخیستې وه.
ختم_ عطاالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته