نړۍ

هندوستان پاکستان ته خبر داري ورکړ .

-نوي ډيلي  باختر د تلي اوولسمه :
دهند ددفاع وزير  نن پاکستان ته خبر داري ورکړ چې دکشمير په سرحدي سيمه کې دې  ډزې بندې کړي .
  باختراژانس دفرانسې دخبري اژانس له خولې خبر راکړ ،  پاکستان ته دغه خبر داري  په داسې حال کې  ورکړ شو چې په څو وروستيو ورځو کې  ددغو دواړو هيوادونو  ترمنځ  سرحدي تاوتريخوالي  زور اخستى دى  او له امله يې  يوشمير ملکي وګړو ته  مرګ ژوبله اوښتې ده .
دهند ددفاع وزير وويل : که چيرې پاکستان  دغو ماجراغوښتلو ته  دوام ورکړي موږ ته به دزغم وړ نه وي . او زموږ  پوځيان به  دغو ماجراغوښتنو ته  ځواب  ورکړي
ده زياته کړه ، که چيرې پاکستان  ددواړو هيوادونو ترمنځ پوله کې سوله غواړي  بايد  دغه  بې دليله  ډزې  او د ټوپونو ګوزارونه  پاى ته ورسوي .
  هندوستان چې  په اتومي وسلو يوسمبال هيواددى  ويلي دي  چې د روانې اوونۍ په بريدونوکې  دولس تنه ملکي وګړي وژل شوي ، درې څلويښت تنه ټپيان او په زرګونو تنه له خپلو کورونو څخه  تښتيدلي دي .
  ديوبل خبر له مخې ،  په هغو  وروستيو ډزو کې  چې نن  دهند له خوا  دپاکستان  دسيال کوټ  په سرحدي سيمې  وشوې  ، څه ناڅه  دوه تنه ووژل شول او يو تن ټپي شو . په وژل شويو کسانو کې يوه ښځه  او يونارينه  شامل و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته