اقتصاد

دمالیې وزیر د نړیوال معتبر حقوقي شرکت (DLA Piper) له غړوسره وکتل

دمالیې وزیر د نړیوال معتبر حقوقي شرکت (DLA Piper) له غړوسره وکتل
٣٢-کابل باختر د تلې  نولسمه
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي، پرون د نړیوال معتبر حقوقي شرکت (DLA Piper) له غړوسره وکتل.
دماليې وزارت دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو د قوانینو په معیاري جوړولو، د انرژۍ، کانونو، په عامه او خصوصي مشارکت (ppp) په قراردادونو، د قوانینو پلې کولو لپاره د وړتیا په لوړولو او نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
یو کال مخکې دمالیې وزارت، له دغه شرکت سره قرارداد لاسلیک کړی وو، چې د قوانینو په برخه کې د افغانستان حکومت ته حقوقي مشورې ورکړي.پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته