امنیت

طالبانو په جوزجان کې دسرزيانونه زغملي دي .

کابل / دمرغومي ٢٩مه / باختر :
لس وسله وال طالبان په جوزجان کې دپوځيانو په عملياتو کې ووژل او اتلس تنه نور ټپيان شول .
  دجوزجان  دامنيې قوماندانۍ وياند باختراژانس ته وويل چې دغه عمليات دجوزجان  دفيض اباد او خانقا په ولسواليو کې دوه ورځې  مخکې پيل شوي وو چې په پايله کې لس وسله وال طالبان وژل شوي دي اواتلس تنه نور ټپيان شوي دي .
خبرځاى زياته کړه چې په دغو عملياتو کې  دطالبانو يو کليدي قوماندان په قاري بيدار مشهور کبير  اود فيض اباد ولسوالۍ لپاره دطالبانو نومول شوى مرستيال قاري حفيظ الله  ونيول شول او دغه راز ددښمن په لسګونو ماينونه په دغو سيمو کې کشف او شنډ کړى شوي دي .
هغه وويل چې دجوزجان _مزارشريف  دلويې لارې دشيشه خانې او شاه ميرزا په ساحو کې  دطالبانو دپيسې اخستنې دوه سيمې  هم ويجاړې شوې.
ويل کېږي  چې ددغو عملياتوپه پايله کې  پوځيانوته دسرزيان نه دى اوښتى خو ددښمن په ډزو کې  يو ملکي وکړى شهيد او يو بل يې ټپي شو .
خبرځاى زياته کړه چې دغه عمليات ددښمن له شتون څخه ددغوولسواليو تر بشپړ پاکولو پورې دوام لري .
ختم_عطاالله_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته