امنیت

د لغمان پوليسو له لوري يو تن د وژنې په تور ونيول شو

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٧نيټه :
د لغمان ولايت د امنيې قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پوليسو يو تن چې هوېت نه دی ښودل شوی؛ د يوې ښځې د وژلو په تور نيولی دی.
د  امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي چې تورن شاوخوا درې مياشتې وړاندې د اليشنګ ولسوالۍ پورې اړوند د غازي اباد په سيمه کې يوه ښځه وژلې وه چې نن د لغمان ولايت د امنيې قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پوليسو د مهترلام ښار اړوند د اليشنګ اډې ته نږدې نيولی دی.
د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونمل محمد شريف وايي چې تورن تر پوښتنو او ګروېګنو وروسته په خپل جرم اعتراف کړی او جرم يې منلی دی‎.
دی زياتوي چې د دوسيې تر بشپړولو وروسته به تورن عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
محمد شريف ډاډ ورکړ چې د جنايي پيښو پر وړاندې د مبارزې پوليس تل هلې ځلې کوي چې د نا امنيو ترڅنګ د هر ډول ناوړو او جنايي جرمونو مخه ونيسي.#
پاى_ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته