امنیت

وزيرى: په سردارمحمد داوودخان روغتون د بريد له امله د روغتون ٣١ تنه ډاکتران، ناروغان او ملکي کارکوونکي شهيدان او ٥٣ تنه نور ټپيان شوي دي

کابل باختر دکب نولسمه :
د ملي دفاع وزارت وياند د شهيد سردار محمد داوود خان په روغتون د يرغلګرو د بريد په باب وويل چې په دې بريدکې د روغتون ٣١ تنه ډاکتران، ناروغان او ملکي کارکوونکي شهيدان او ٥٣ تنه نور ټپيان شوي دي.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر په نننۍ خپره شوې خبرپاڼه کې د دغه وزارت د وياند تورنجنرال دولت وزيري له خولې ويل شوي دي:
د ملي دفاع وزارت د افغانستان د خلکو د قسم خوړلو دښمنانو دغه اسلامي ضد عمل چې د سيمې د استخباراتو په اشاره زموږ د بېګناه هېوادوالو د وينې تويولو او د غم په ټغر د لسګونوکورنيو د کښينولو سبب کيږي؛ غندي او خلکوته ډاډ ورکوي چې د دفاعي او امنيتي  ځواکونوپه ليکوکې د دوى بچيان د شهيدانو د وينې غچ اخلي او جنايتکاران د هغوى د عملونو په سزا رسوي .
د ملي دفاع وزارت مشرتابه د شهيد سردار محمد داوود خان روغتون ټولو روغتيايي کارکوونکو ته لارښوونه کړې ده چې د ټپيانو په درملنه کې له هيڅ راز  هلوځلوڅخه ډډه ونه کړي .
د ملي دفاع وزارت، د الله (ج ) له دربارڅخه  د دغې پيښې شهيدانو ته د فردوس جنت، ټپيانو ته د سملاسي  روغتيا او پاتي کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته