ټولنه

دبلخ په چمتال کې ٣٨ پرمختيايي پروژې پرانستلې شوې.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣٠
د دوه اتيا مليونو افغانيو په لګښت دبلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې ددغه ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رياست له خوا ٣٨ پرمختيايي پروژې پرانستل شوې .
دبلخ ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رياست يوه خبرځاى دباختر آژانس ته وويل : په دغو پروژو کې دنولسو ټوليزو مرکزونو او د لسو ښوونځيو دودانيو ، ديو سلو دوه ديرشو پلګوټو په ٣٧ کليو کې داستنادي ديوالونو جوړول او دشپږو کيلومترو په وږدوالي دسړک جوړول او کريړ اچول شامل دي چې ددغې ولسوالۍ نهه زره کورنۍ ور څخه ګټه اخلي.
يوه اړونده خبرځاى وويل: دکليو دبياجوړولو او پراختيا رياست دتيرکال په بهير کې دبلخ ولايت دڅوارلس ګونو ولسواليو په نهه سوه ديرشو کليو کې څه دپاسه دوه زره پروژې بشپړې کړي او ګتې اخستنې ته يې سپارلې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته