امنیت

په ننګرهارکې له زرګونو ليترو شرابو سره د دوو تنو نيول کيدل

کابل باختر د مرغومي دويمه :
دوه تنه په ننګرهار ولايت کې د شرابو د پيرودنې او پلورنې په اړوند ونيول شول .
پوليس وايي چې له دغوکسانو څخه په زرګونو ليتره شراب يې ترلاسه کړي دي .
دغه کسان پرون ناوخته دجلال آباد ښار په دووسيموکې د امنيتي مامورينو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې نيول شوي دي .
د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزادله خبريالانو سره په غونډه کې وويل چې نيول شوي کسان په جلال آباد ښارکې د شرابو په پلورنې  او پيرودنې بوخت وو .
دجنرال شيرزاد دڅرګندونو له مخې: له نيول شويوکسانوڅخه څه ناڅه لس زره پنځه څلويښت ليتره شراب ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته