امنیت

په قندهار کې پر طالبانو مرګوني بريدونه وشول

کابل/ د ليندۍ١٨مه/ باختر
د هېواد هوايي ځواکونو تېره شپه او نن سهار د قندهار په ځينو سيمو کې د وسله والو طالبانو پرسنګرونو بريدونه وکړل.
په دې بريدونو کې د وسله والو طالبانو د ډلې د څو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ٣٨ وسله وال طالبان ووژل شول او په لسګونو نور يې ټپيان شول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې، پردغو وسله والو طالبانو د ډڼد، ژيړۍ او د پنجوايي په ولسواليو کې د دوى پر پټنځايونو بريدونه وکړل.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي مقام باختراژانس ته وويل؛ د هيواد هوايي ځواکونو په دغو بريدونو کې ٣٨ وسله وال طالبان ووژل او په لسګونو نور طالبان يې ټپيان کړل.
هغه تاييد کړه چې د دغو هوايي بريدونو په وژل شويو کسانو کې پاکستاني جګړه ماران هم شامل دي.
په دې بريدونو کې له ټولو جنګي وسايلو سربېره د وسله والو طالبانو ٦ پټنځي هم دړې وړې شوي دي.
د هېواد هوايي ځواکونو په داسې حال کې په قندهار کې د وسله والو طالبانو پرځپلو اقدام کوي چې دغه ولايت په وروستيو ورځو کې د طالبانو پر ډلې پورې د تړلو يرغلګرو د شتون او فعاليتونو د زياتوالي ډګر دى.
يوازې پرون د قندهار په ځينو سيمو کې د وسله والو طالبانو د ښخ کړاى شوي بمونو او ماينونو په چاودنو کې ١٦ کسان ووژل شول او څه ناڅه ٦٠ نور ټپيان شول.
ددغو چاودنو زياتره قربانيان او ټپيان ملکي وګړي دي.
د هېواد په جنوب کې جګپوړي مقامات وايي د هېواد په جنوب کې وسله والو طالبانو له هر وخت څخه زيات تلفات ورکړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته