امنیت

په ننګرهار کې دطالبانو او داعشيانو ترمنځ د جګړو دوام

کابل باختردليندۍ دمياشتې٢٠  نيټه  :
دوسله والو طالبانو او  داعشيانو ترمنځ   جګړې دغه راز  په ننګرهارولايت کې دوام لري.
  دغه  جګړې  له څلورو ورځو را په دې خوا دلعل پورې ولسوالۍ په ځينوسيمو کې پيل شوي دي.
دهېواد په ختيځ کې  دپوليسو يوقوماندان باخترآژانس ته وويل ؛ په دې  جګړو کې تراوسه پورې له دواړو لورو څخه درې ويشت تنه وژل شوي دي اوپه  لسګونو تنه نور ټپيان شوي دي.
دوروستيو څو کلونوپه بهيرکې  دهېواد ځينې سيمې  دطالبانو اوداعشيانو ترمنځ دخونړيو  جګړو ډګر و.
دغه جګړې  ددې سبب شوي دي چې ملکي وګړو ته دتلفاتو درامنځته کيدو ترڅنګ په سلګونو تنه  کليوالي اوسيدونکي دخپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي .
پاى ج   ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته