امنیت

په غزني کې يو وسله وال طالب ووژل شواو يو بل طالب ټپي شو

کابل _ باختردکب شلمه :
په غزني ولايت کې  نن سهار دطالبا نو او دملي اردو دځواکونو ترمنځ دنښتې له امله يوطالب  ووژل شو او يو بل طالب ټپي شو .
د٢٠٣تندر قول اردو ددريمې لوا ويندوى  باختراژانس ته وويل دغه جګړه داندړو ولسوالۍ دسه پاى  کلي په ساحه کې دملي اردو او طالبا نو ترمنځ ونښته چې په ترڅ کې يې  يو طالب ووژل شو او يو بل طالب ټپي شو .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې په دې جګړه کې دطالبانو يوه ماشينګڼه او يو موټرسايکل هم دملي اردو ځواکونو لاس ته راغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته