امنیت

د پروان ولايت خلکوخپلې سيمه ييزې او امنيتي ستونزې دکورنيو چاروله وزيرسره طرحه کړې

کابل – باختر د وږي د مياشتې ١٠
دکورنيوچارو وزير نورالحق علومي نن د پروان ولايت له يو شمېرمشرانو او مخورو سره وکتل او د هغوى ستونزې يې واوريدې.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي  دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې لومړى د پروان ولايت څو تنو مشرانو د نورو په استازيتوب په دغه ولايت کې د يولړ سيمه ييزو او امنيتي ستونزو په بيانولوسره، په هيوادکې د سراسري امنيت د تامينولو په لاره کې د کورنيو چارو وزارت له کاري پروګرامونو سره خپل ملاتړڅرګندکړاو زياته کړه چې د دغه ولايت خلکو په تيرو څه دپاسه ديارلسوکلونوکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولت او د هيواد د امنيتي او دفاعي څواکونو ملاتړکرى دى؛ او اوس هم د هيواد له امنيتي ځواکونو او په تېره بيا له ملي پوليسو سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي .
په همدې حال کې د کورنيو چارو وزير له امنيتي ځواکونو سره د پروان ولايت د خلکو د همکارۍ او همغږۍ له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې د دغه ولايت خلک د افغانستان د خلکو د دښمنانو په وړاندې په وګړنيو پاڅونونو سره نه يوازې د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي؛ بلکې په عملي توګه د هيواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره جوخت د ډار اچوونکو ډلو پرخلاف مبارزه کې ونډه لري .
دغه راز د کورنيوچارو وزير زياته کړه: د کورنيو چارو وزارت د افغانستان د خلکو ګډ کور دى؛ د هيواد هر وګړى کولاى شي دغه کورته مراجعه وکړي او خپلې ستونزې د کورنيو چارو وزارت له مشرتابه هيئت او مسوولينو سره شريکې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته