ټولنه

ځوانان دې خپل رول په ډاګه کړي.

کابل باختر دمرغومې پنځه ويشتمه
د هېواد په حساسو شېبو کې دې ځوانان خپل رول په ډاګه کړي.
دغه څرګندونې د لغمان د والي مرستیال شهزاده مظلومیار ددغه ولایت دقرغیو ولسوالۍ دیو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو سره په کتنه کې وکړي.
د ځوانانو د ټولنې مشر دل اغا ،د ولایتي ادارې سره د قرغيوولسوالۍ د ځوانانو د ستونزو د شریکولو تر څنګ له ولايتي ادارې څخه وغوښتل چې  په دغه ولسوالۍ کې په بېلابېلو سکتورونو کې خپل پروګرامونه لا پراخ او ځوانانو ته دې په کاري اوښوونیزه برخه کې زيات فرصتونه برابر کړي.
د لغمان د والي مرستیال ځوانان وهڅول چې په سیمه کې دټولو بهیرونو سره په همکارۍ خپلو ټولنیزو ستونزو ته دحل لارې د موندنې په برخه کې همکاري وکړي ،چې له کومې ستونزې پرته دخلکو له هېلو سره سم تر لاس لاندې پروګرامونه ترسره شي.
دغه رازمظلومیار ځوانان د ټولنې پياوړی ځواک وباله او په ټولو برخو کې يې ددوی رول د ستونزو د حل اساسي کیلي وبلله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته