امنیت

يو ځوان د خپل پلار د وژنې په تور په شل کاله بند محکوم شو

کابل باختر دکب  دولسمه :
په سمنګانو ولايت کې نن په يوه علني محاکمه کې يو مجرم دخپل پلار د وژنې په تور په شل کاله بند محکوم شو .
دمحاکمې په دې غونډه کې د سمنګانو ولايت د استيناف محکمې رييس قضاوتمند غلام سخي نصرت د تورن عبدالفتح نسبتي دوسيه چې څه موده مخکې يې خپل پلارعبدالفتاح په ايبکو ښارکې وژلى و؛ وڅيړله او وپتيل شوه چې عبدالفتح دې د موجه دلايلو په پام کې نيولو سره په شل کاله تنفيذي بند محکوم شي .
دسمنګانو ولايت داستيناف محکمې رييس وويل چې دغه پريکړه وروستۍ نه ده  او تورن د تميز دغوښتنې حق لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته